دمورغېږه ټوله مينه
الحاج الهام لدين قيام الحاج الهام لدين قيام

 

 

جوړپدې دنياجنت دی،دمورغېږه

دخدای رحم وشفقت دی،دمورغېږه

 

دنيا واړه دمورغېږه کې،پرته ده

ګهواره دبشريت ده،دمورغېږه

 

انسانيت دمورله غېږې،شروع کيږي

سرچينه دبشريت ده،دمور غېږه

 

محبت دمورپه غېږه کې،زده کيږي

مدرسه دمحبت ده،دمور غېږه

 

دمور مينه کې ريااوتذويرنشته

سرترپايه صداقت دی،دمورغېږه

 

دمورغېږه درازونو،ګنجينه ده

خزانه دلوړحکمت ده،دمورغېږه

 

دمورغېږه کې نفرت اوکرکه نشته

ډکه واړه دالفت ده،دمورغېږه

 

په للوللوکې رازدنصيحت شته

ښه اغازدنصيحت دی،دمورغېږه

 

دژوندکړه وړه ،ټول همدلته شروع کيږي

ښه ټاکونکې دقسمت  ده،دمورغېږه

 

دشاهانوپه دربارکې،موندل نه شي

کوم دربار چې دعزت دی،دمور غېږه

 

په دنياکې نعمتونه دخدای ،ډيري

خوترټولو خوږنعمت دی،دمور غېږه

 

په دنياکې ئې مثال اوساری نشته

دومره ډکه دلذت ده، دمور غېږه

 

دمورغېږه ټوله مينه ،مينه مينه

ټوله مينه ،ټول رغبت ده،دمور غېږه

 

زه قيام ئې دستايلونه ،عاجزيم

دومره لوړ نوم دصفت ده،دمورغېږه

 

 

والدورف/جرمنی


May 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان